Home خانه

د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبه زمري ۲۱ مه

Salim Abed A 200په سویډن کې میشت د لوګر یوه زړه سوانده او پر هیواد مین اوسیدونکي د  دوو ښوونځیو د اوبو سسیتم د فعالیدو په موخه د ۹۰ زره افغانیو نغدي مرسته وکړه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه مرسته د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د ملایم خیلو د کلي یوه اوسیدونکي ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان چې دا مهال له خپلې درنې کورنۍ سره په سویډن کې اوسیږي د خدای (ج) د رضا لپاره کړې ده.

عرب زیاته کړه، چې په دې مرستې سره به په راتلونکو څلورو ورځو کې د مغل خیلو او کمال خیلو د نجونو ښوونځیو ته د لمریزې انرژي په مټ د اوبو را ایستلو عصري سیستم فعال شي.

عرب وویل، چې دغه دواړه ښوونځي د محمدآغې ولسوالۍ د مغلو خیلو او کمالخیلو په سیمو کې دي چې د یاد سیستم په فعالولو سره به دواړه ښوونځي زرغون شي.

د لوګر د پوهنې رئیس انجینرمحمد اکبرستانکزي د الحاج سلیم عابد پیمان له شوې مرستې څخه د مننې ترڅنګ هغه ته کور ودانۍ ووایه.

هغه وویل، چې الحاج سلیم عابد پیمان د دې مرستې په کولو سره له خپل هیواد او بیا لوګر سره مینه وښودله او الله (ج) دې د دې کار په بدل کې ورته ثوابونه ورکړي.

د مغلو خیلو او کمالخیلو د ښوونځیو مدیران، سرښوونکي، ښوونکي او زده کوونکي د دغه سیستم پر فعالولو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې دوی د دغه سیستم په فعالیدو سره د ښوونځي په انګړ کې زینتي ونې او ګلان  کینوي او د دغه سیستم پرمټ به اوبه ورکوي.

د لوګر د پوهنې ریاست په بهر کې میشت له ټولو درنو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د الحاج سلیم عابد پیمان په څیر د دغه ولایت د ښوونځیو د ستونزو په هوارولو کې مرستې وکړي.

 

ښاغلۍ الحاج سلیم عابد پيمان ته د لوګر د والی لخوا ستاینلیک هم ورکړشو.

15182361 670738309764041 112058052 o

محمد شاهپورعرب

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند