Home خانه

د لوګر د والی د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام

Mohamma Ajan 200په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو، چې د لوګر ولایت د څلورمې پلې لواء د ګارنیزیون قومندان ډګروال محمداجان همت نن په یو ناځوانمردانه پيښه، د دښمن له لورې په ايښودل شوي ماین کې خپل ژوند له لاسه ورکړ .
لوګر والي محمد حلیم فدایي پدې غمجنې پیښه باندې خپله خواشیني څرګندوي او مرحوم ته دجنت فردوس غوښتنه کوي او کورنۍ سره په دغه دردناکه پیښه کې ځان شریک ګڼي.

ډګروال محمداجان همت یو جهادي قومندان و چې د جهاد په دوران کې یې د لوګر ولایت په مختلفو سیمو کې سپیڅلی جهاد ترسره کړی و، نوموړی اوسمهال د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې پلې لواء د ګارنیزون د قومندان په توګه دنده تر سره کوله ، شهید ډګروال همت یو دیندار، مخلص ، په هېواد مین او ژمن شخص و، د لوګر ولایت مقام د نوموړي شهادت یوه ستره ضایعه بولي او د پيښې د عاملینو په وړاندې به جدي کړنې تر سره کړي.
د یادونې وړ ده چې له پرون راهېسې د زرغون ښار په سیمه کې د افغان ګډو ځواکونو(ملي اردو،ملي امنیت، ملي پولیس) له لورې د مخالفونو لټون روان دي .