Home خانه

د برکي برک ولسوالۍ

د برکي برک ولسوالی د افغانستان د لوګر ولایت یوه ولسوالی ده چې د همدغه ولایت د لویدیځ په لور کې پرته ده. نوموړې ولسوالی په لویدځ او شمال لویدیځ لوري کې د وردګ ولایت او د پل علم له ښاره سره ، په شمال او ختیځ کې له خروار او په سویل کې له څرخ سره ګډه پوله لري. د ۲۰۰۶کال د یوې سرشمیرنې له مخې د دې ولسوالی د وګړو شمیر 101,0000 تنو ته رسیده او د دې ولسوالې مرکز هم د برکي برک ښارګوټی دی. برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي، چې په لاسونو او بدل شوی وي . برکي برک د لوګر یوه ولسوالۍ ده، چې د سجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده. ددې سیمې د نوم ایښودلو تاریخ داسې دی، چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیو ددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل. په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دلته و او بدلې شوې. ځکه نو دغې سیمې ته دبرکي برک نوم نسبت ورکړل شو.

اورمړیان په لوګر او پیښور کې استوګن دي. په پیښور کې اورمړو سټاپ په نامه اوس هم یوځای شته ده . (۲۱) برکی د برګیستان له بڼې څخه رغیدلې ده چې د اورمړ د قوم دویم نوم دی په افغانستان کې اته سیمې د برکي په نامه هم شته دي چې ټولې یې د اورمړي قوم زیږندځایونه دي دبیلګې په توګه په سرپل کې برکي په فاریاب کې برکي په پنجشیر کې برک برګیستان په غزني کې په لوګر کې برکی راجان او برکی برک د کابل په دهبوري او شهرآرا کې برکی په نامه ځایونه په کاڼي ګروم کې برګیستان یوه سیمه ده. دغه قوم د اریایي ژبو له ډلې څخه ځانته بیله ژبه درلوده، چې اورمړي ژبه بلل کیده. خو دا مهال دا ژبه ژوندۍ نه ده، مړه شوې ده. او ځای ېې پښتو ژبې نیولی.

برکي برک هغه لرغوني سیمه ده، چې هلته ابومسلم خراساني خښ دی. (۲۵-۳۵ه) د نوموړي زیارت په همدې سیمه کې ده. (۲۲) د ابومسلم خراسانی زیارت د برکي برک د پل غازی په سیمه کې دی، چې ورکې د ابو مسلم خراساني ژوند او پیژندنه په ډبره کې کښل شوی دی. په اټکل ګمان سره داسې ویل کیږي، چې ابو مسلم خراساني له لوګر څخه و. خو په دې اړه علمي څیړنې نه دي تر سره شوي.

ولسوالی بره کی برک

نویسنده: استاد شاه محمود محمود

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر
( 79 سال قبل از امروز )

15665673 1309755072380188 3393490917983321623 n

نویسنده: استاد شاه محمود محمود

جوی ها ، نهر ها و آسیاب های ولسوالی برکی برک ولایت لوگر
نویسنده: استاد شاه محمود محمود

د برکی برک د ولسوالی عکسونه

د برکی برک د ولسوالی نقشه pdf

د برکی برک د ولسوالی اداری پرسونل:

د برکی برک د ولسوالی انځور: