Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس د کوچیانو له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه

د لوګر د پوهنې رئیس د کوچیانو له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه

پل علم
د نشراتو مدیریت
سه شنبه، غویي ۴ مه

IMG 20240423 WA0000 400د لوګر ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي د کوچیانو له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.

هغه دا لیدنه نن له غرمې مخکې د یادې لېسې د اداري او تدریسي چارو د وضعیت څېړلو او هم د زده کوونکو د تعلیمي غوښتنو او ستونزو اورېدلو په موخه کړې ده.

IMG 20240423 WA0003 400نوموړي په دې لیدنه کې د دغې لېسې اداري او تدریسي چارې وڅېړلي او هم یې د زده کوونکو تعلیمي ستونزې او غوښتنې واورېدې.IMG 20240423 WA0003 400

د پوهنې رئیس زده کوونکي تعلیم او زده کړو ته وهڅول او له دوی څخه یې وغوښتل چې په خپلو درسونو کې بې غوري ونه کړي او ورته جدي پاملرنه وکړي.IMG 20240423 WA0001 400

د یادونې وړده ،چې د کوچیانو عالي لېسه د لوګر د پوهنې ریاست تر چتر لاندې په پل علم ښار کې فعالیت لري او شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.