Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست له خوا ۲۲۰ ښوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د لوګر د پوهنې ریاست له خوا ۲۲۰ ښوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه،وري ۲۹ مه ۳۰:۰۳

IMG 20240417 WA0018 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د خپلو ۴۳ ښوونځیو ۲۲۰ ښوونکو ته د علمي او مسلکي سویې لوړولو یو ۸ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د کاري پلان له مخې د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له خوا د ښوونکو د وړتیاوو د لوړولو او په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت د لاښه والي په موخه جوړ شوی دی.

په دې روزنیز پروګرام کې د خوښۍ او څرخ ولسوالیو د ښوونځیو د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو ۲۲۰ ښوونکو برخه اخیستې ده چې دوی ته د اکاډمیکې او میتودیکې زده کړو ترڅنګ د ذکر شوېو مضمونونو د تدریس او تجربو اړوند روزنه ورکول کېږي.IMG 20240417 WA0019 400

د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست په تېر ژمي کې هم د ساینسي او ریاضي مضمونونو ۴۳۰ ښوونکو ته ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.