Home خانه

الحاج مولوي عبدالرحمْن حمیدي د لوګر د پوهنې رئیس په توګه رسماً دنده پیل کړه

الحاج مولوي عبدالرحمْن حمیدي د لوګر د پوهنې رئیس په توګه رسماً دنده پیل کړه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
شنبه، رمضان المبارک ۱۳ مه ، حمل ۴ مه

IMG 20240323 WA0001 400الحاج مولوي عبدالرحمْن حمیدي د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د لوګر ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه رسماً دنده پیل کړه.
د هغه د معرفي په مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید تر څنګ مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور،د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي میرویس وحیدالله ، د پوهنې پخواني رئیس مولوي جنت ګل عزیز، د پوهنې ریاست مرستیالانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه .

IMG 20240323 WA0004IMG 20240323 WA0009 400IMG 20240323 WA0010 400IMG 20240323 WA0003 400د پوهنې نوي رئیس پر دې دندې له ګومارل کېدو مخکې د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئیس په توګه دنده درلوده او د پوهنې پخوانی رئیس مولوي جنت ګل عزیز د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئیس په توګه ګومارل شوی دی.IMG 20240323 WA0011 400

IMG 20240323 WA0008 400د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین او مرستیال والي د مخکیني رئیس د ترسره شوي دندې څخه قدرداني وکړه او نوي رئیس ته یې د ښه خدمت کولو غوښتنه او دعا وکړه.IMG 20240323 WA0002 400IMG 20240323 WA0012 400IMG 20240323 WA0011 400

په یاده غونډه کې د پوهنې مخکني رئیس مولوي جنت ګل عزیز خدمتونه وستایل شول او د ده ترسره شوي خدمتونه د ستاینې او نه هېریدونکي وبلل شول.