Home خانه

لوګر کې شاوخوا ۷۰۴ مجاهدینو د تثبیت ټولګي ازموینه ورکړه

لوګر کې شاوخوا ۷۰۴ مجاهدینو د تثبیت ټولګي ازموینه ورکړه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
پنجشنبه، رمضان المبارک ۱۱ مه،حمل ۲ مه

IMG 20240321 WA0003 400د لوګر د پوهنې ریاست له شاوخوا ۷۰۴ مجاهدینو څخه چې د امریکایي اشغال پر مهال په جهاد بوخت وو د ۱۰ او ۱۱ ټولګیو د تثبیت ازموینه واخیسته.

دغه ازموینه د پوهنې وزارت د رسمي هدایت پر اساس په عالي دارالمعلمین کې په ډېر منظم او شفاف ډول د یوې ځانګړې کمېټې له خوا واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې نږدې ۷۰۴ هغو مجاهدینو چې د اسلامي امارت په لیکو کې د امریکایي اشغال پر مهال په «جهاد» بوخت وو او زده‌کړې ورڅخه نیمګړې پاتې شوې وې ګډون کړی وو.IMG 20240321 WA0004 400

یاده ازموینه د ۱۰ او ۱۱ ټولګیو په کچه واخیستل شوه،چې کامیاب شوي مجاهدین به یې د زده کړو د دوام په موخه په ۱۱ او ۱۲ ټولګیو کې جذب شي.

د یادولو ده،چې د لوګر د پوهنې ریاست تېر کال هم له نږدې ۱۲ سوه مجاهدینو څخه د سامع ازموینه اخیستې وه.