Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست دیني مدرسو ته ۵۶۸ تنه نوي رسمي ښوونکي پر دندو ګوماري

د لوګر د پوهنې ریاست دیني مدرسو ته ۵۶۸ تنه نوي رسمي ښوونکي پر دندو ګوماري

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سې شنبه، رمضان المبارک ۹ مه ، کب ۲۹ مه

IMG 20240319 WA0001 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست خپل ۲۶۷ دیني مدرسو ته ۵۶۸ تنه نوي نارینه او ښځینه رسمي ښوونکي پر دندو ګوماري.

یاد ښوونکي د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله د فرمان او د پوهنې وزارت د هدایت پر اساس د آزادې سیالۍ له مخې د يوې شفافې او رڼې پروسې له لارې ګومارل کېږي.

په ګومارل کیدونکو ښوونکو کې ۴۰۰ تنه نارینه ښوونکي او ۱۶۸ تنه ښځینه ښوونکې شامل دي، چې د دوی په ګومارلو سره به په یادو دیني مدرسو کې د ښوونکو دکمښت ستونزه تر یوه بریده حل شي.IMG 20240319 WA0002 400

د لوګر د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال ښاغلی مفتي سید ضیاء احمد صارم احمدآغا وایي، چې د یادو ښوونکو د رقابتي ازموینې اخیستو پروسه یې رسماً پیل کړې ده چې د اتو ورځو په موده کې به واخیستل شي.

د یادولو ده،چې د لوګر د پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې خپل دیني مدرسو او ښوونځیو ته ۱۲۹۶ تنه نور نارینه او ښځینه ښوونکي هم ګومارلي دي.