Home خانه

د لوګر یوې لېسې ته مجهز لابراتوار ورکړل شو

د لوګر یوې لېسې ته مجهز لابراتوار ورکړل شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، رمضان المبارک ۷ مه ، کب ۲۷ مه

IMG 20240317 WA0004 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د دښتک د هلکانو لېسې ته د ساینسي او ریاضي مضمونونو د عملي زده کړو لپاره یو مجهز لابراتوار ورکړل شو.

یاد لابراتوار د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا ورکړل شوی ،چې شاوخوا ۸۵ زره افغانۍ ارزښت لري.

IMG 20240317 WA0006 400په ورکړل شوي لابراتوار کې د ساینسي او ریاضي مضمونونو د تجربو لپاره ۱۵۹ قلمه توکي او مواد شامل دي، چې د نوي ښوونیز کال له پيل مخکې به د زده کوونکو د عملي او تجربوي زده کړو په موخه فعال شي.