Home خانه

د لوګر په یوه لېسه کې لسګونه نیالګي کېنول شول

د لوګر په یوه لېسه کې لسګونه نیالګي کېنول شول

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
شنبه، رمضان المبارک ۶ مه، کب ۲۶ مه

IMG 20240316 WA0001 400د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خیلو د هلکانو په لېسه کې د ناجو او انځر ۹۰ نیالګي کېنول شول.

کېنول شوي نیالګي د پوهنې یوه مینه وال حیات الله احمدزي مرسته کړې وه چې شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ ارزښت لري.

IMG 20240316 WA0002 400یاد کس کېنول شویو نیالګیو ته د اوبو ورکولو او سولري برېښنا فعالولو لپاره د ۳۲ زره افغانیو نغدي مرستې اعلان هم کړی دی.IMG 20240316 WA0003 400

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د پوهنې مینه والو په لګښت د یادې لېسې د ودانیو او اړینو ملحقاتو د رنګولو چارې رسماً پیل شوي دي.IMG 20240316 WA0004 400