Home خانه

په لوګر کې د یوه ښوونځي ودانۍ رنګولو کار پیل شو

په لوګر کې د یوه ښوونځي ودانۍ رنګولو کار پیل شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، رمضان المبارک ۳ مه ، کب ۲۳ مه

IMG 20240313 WA0001 400د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خیلو د هلکانو لېسې د ۳ ودانیو ، احاطې دېوالونو او نورو اړینو ملحقاتو د رنګولو کار پیل شو.

دا کار د یادې لېسې د ادارې په هڅو د والدینو شورا غړو او د پوهنې مینه والو په مالي لګښت پیل شوی، چې ۱۲۰ زره افغانۍ لګښت به پرې راشي.

دې چاره کې به د دغې لېسې درې ودانۍ ، د احاطې دېوالونه او نور اړین ملحقات د لسو کاري ورځو په موده کې په اساسي ډول رنګ شي.IMG 20240313 WA0002 400

د یادولو ده، چې تر دې مخکې هم په یاده لېسه کې د والدینو شورا غړو او د پوهنې مینه والو له خوا ډېر رغنیززکارونه ترسره شوي دي.IMG 20240313 WA0003 400