Home خانه

د لوګر ۸۶ لېسو او منځنیو ښوونځیو ته لابراتواري توکي او مواد ووېشل شول

د لوګر ۸۶ لېسو او منځنیو ښوونځیو ته لابراتواري توکي او مواد ووېشل شول

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، رمضان المبارک ۳ مه ، کب ۲۳ مه

IMG 20240313 WA0000 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له خوا ۸۶ لېسو او منځنیو ښوونځیو ته ۱۸۸۲ قلمه لابراتواري توکي او مواد ورکړل شول.

یاد لابراتواري توکي او مواد د پوهنې وزارت او د پوهنې ریاست له خوا چمتو شوي وو چې نږدې یو میلیون افغانۍ ارزښت لري.

هر ښوونځي ته له اړتیا سره سم د لابراتوار توکي او مواد ووېشل شول ، چې د ساینسي او ریاضي درسونو په عملي زده کړو کې به ترې کار واخیستل شي.

د یادولو ده،چې د لوګر د پوهنې ریاست دا مهال په خپلو ۱۱۴ لېسو او منځنیو ښوونځیو کې فعال لابراتوارونه لري.