Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي ښوونیز کال کې ۱۸ زره نوي زده کوونکي جذبوي

د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي ښوونیز کال کې ۱۸ زره نوي زده کوونکي جذبوي

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سه شنبه، رمضان المبارک ۲ مه ، کب ۲۲ مه

IMG 20240312 WA0002 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز ښوونیز کال کې د ښوونځي عمر ته رسیدلي نږدې ۱۸ زره ماشومان په ښوونځیو کې جذبوي.

په یادو ماشومانو کې ۱۲ زره هلکان او ۶ زره نجونې شامل دي ،چې د هلکانو او نجونو په شته ۲۸۴ ښوونځيو کې به جذب شي.

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز له خلکو غواړي چې د ښوونځي عمر برابر خپل ماشومان د خپلو سیمو په ښوونځیو کې شامل کړي.

د یادونې ده،چې د لوګر د پوهنې ریاست په ۱۴۰۲ ښوونیز کال کې د سیمه ییزو ټولګیو د جدید الشمول زده کوونکو په ګډون ۱۸ زره نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې جذب کړي دي.