Home خانه

د لوګر په یوه بې ښوونځي کلي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو

د لوګر په یوه بې ښوونځي کلي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سه شنبه، رمضان المبارک ۲ مه ، کب ۲۲ مه

IMG 20240312 WA0000 400د لوګر مرکز پل علم اړوند د عمر آباد په نوم یوه بې ښوونځي سیمه کې د حضرت زبیر بن عوام (رض) په نوم د هلکانو او نجونو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.

یاد ښوونځی د سیمې اوسېدونکو د پرله پسې غوښتنو وروسته د پوهنې ریاست او د پل علم د پوهنې آمریت د هلو ځلو په نتېجه کې د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.

د دغه نوي تاسیس شوي ښوونځي درسونه به د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سم پیل شي، چې د درسونو په پیلېدو سره به یې شاوخوا ۴۰۰ هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د یادونې وړده،چې د لوګر د پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تر اوسه په څلورو بې ښوونځیو سیمو کې څلور نوي ښوونځي تاسیس کړي او په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې په ۱۳ بې ښوونځیو سیمو کې ۱۳ نور ښوونځي هم تاسیسوي.