Home خانه

د لوګر د خوښۍ د پوهنې کارکوونکو،ښوونکو او والدینو ته د ماشومانو حقونو په هکله روزنه ورکړل شوه

د لوګر د خوښۍ د پوهنې کارکوونکو،ښوونکو او والدینو ته د ماشومانو حقونو په هکله روزنه ورکړل شوه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۲۸ مه ، کب ۲۰ مه

IMG 20240310 WA0002 400د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د پوهنې ۱۷۴ تنو کارکوونکو، ښوونکو او والدینو د ماشومانو حقونو په اړه لازمه روزنه تر لاسه کړه.

IMG 20240310 WA0003 400په دې اړه د ناظر کلا په ښوونځي کې روزل شویو کسانو ته د تصدیق پاڼو د وېش په موخه یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو روزنې مرستیال حاجي محمد ابراهیم حمدي ،د پلان او راپور ورکولو مدیر محمد جمیل قبادي، د پوهنې آمر مولوي عبدالواحد زبیر، د وایفا مؤسسې مسوول سادات کامران او روزل شویو کسانو برخه اخیستې وه.IMG 20240310 WA0001 400

دا څلور ورځنۍ روزنه د پوهنې ریاست په هڅو د وایفا مؤسسې له خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ ورکړل شوې ده.IMG 20240310 WA0004 400IMG 20240310 WA0009 400IMG 20240310 WA0008 400

په روزل شویو کسانو کې ۱۴ تنه د ښوونځیو مدیران ، ۶۶ تنه د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکي او ۹۴ تنه والدین شامل دي چې دوی د ماشومانو د حقونو ، د دوی د ساتنې، خوندیتوب او د تعلیم زمینې برابرولو برخه کې اړینه روزنه تر لاسه کړې ده.IMG 20240310 WA0005 400IMG 20240310 WA0007 400IMG 20240310 WA0000 400

د ویلو ده،چې له دې مخکې هم د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې ۲۸۵ تنه کارکوونکي، ښوونکي او والدین له ورته یوې روزنیزې دورې څخه فارغ شوي دي.IMG 20240310 WA0006 400