Home خانه

لوګر کې ۱۵۰ ښوونکي له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول

لوګر کې ۱۵۰ ښوونکي له روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
پنج شنبه، شعبان المعظم ۲۵ مه ، کب ۱۷ مه

IMG 20240307 WA0000 400د لوګر مرکز پل علم اړوند د ۳۵ لېسو او منځنیو ښوونځیو ۱۵۰ ښوونکي د علمي او مسلکي سویې لوړولو له جوړ لنډ مهال روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شول.

IMG 20240307 WA0001 400په دې اړه روزل شویو ښوونکو ته د تصدیق پاڼو د وېش په مراسمو کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې مرستیال حاجي محمد ابراهیم حمدي، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیر قاري محمد یعقوب اورمړ، د حضرت عمر فاروق (رض) لېسې آمر قاري ایام الدین همت، د وفا مؤسسې ولایتي مسوول قاري عبدالحفیظ نوري او روزل شویو ښوونکو برخه اخیستې وه.IMG 20240307 WA0002 400IMG 20240307 WA0003 400

یاد اته ورځنی ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا د وفا مؤسسې په مالي ملاتړ د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیا لوړونې او په ښوونځیو کې د درسونو کیفیت لوړولو په موخه جوړ شوی و.IMG 20240307 WA0004 400

په روزل شویو ښوونکو کې د ۳۵ لېسو او منځنیو ښوونځیو ۱۵۰ ښوونکي شامل دي چې دوی ته د اکاډمیکي او میتودیکي روزنې تر څنګ د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریس او تجربو په اړه مسلکي روزنه ورکړل شوې ده.IMG 20240307 WA0006 400IMG 20240307 WA0005 400

د یادونې وړده،چې د لوګر د پوهنې ریاست د تېرې یوې نیمې میاشتې راپدېخوا د ساینسي او ریاضي مضمونونو د ۸۲۰ ښوونکو د روزنې لړۍ پیل کړې ده، چې تر اوسه یې ۴۸۰ ښوونکي روزلي دي او پاتې ۳۴۰ نور ښوونکي به هم د راتلونکي ښوونیز تر پیل پورې وروزل شي.IMG 20240307 WA0007 400