Home خانه

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونځیو مدیرانو،ښوونکو او والدینو شورا روزنه پیل شوه

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونځیو مدیرانو،ښوونکو او والدینو شورا روزنه پیل شوه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، شعبان المعظم ۲۴ مه ، کب ۱۶ مه

IMG 20240306 WA0001 400د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونځیو ۱۷۴ مدیرانو، د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکو او د والدینو شورا غړو ته د ماشومانو حقونو پېژندنې په تړاو روزنه ورکول کېږي.

IMG 20240306 WA0002 400د یادې روزنې د پیل په مراسمو کې چې د ناظر کلا په ښوونځي کې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې مرستیال حاجي ابراهیم حمدي په ګډون د پلان او راپور ورکولو مدیر محمد جمیل قبادي ،د پوهنې آمر مولوي عبدالواحد زبیر،د وایفا مؤسسې ولایتي مسوول کامران سادات او یو شمېر ځایي مسوولینو برخه اخیستې وه.IMG 20240306 WA0000 400

دا څلور ورځنی روزنیزه دوره د پوهنې ریاست په هلو ځلو د وایفا مؤسسې له خوا د یونیسف په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې موخه یې د ماشومانو حقونو ته پاملرنه کول او ورته د تعلیم زمینه برابرول دي.IMG 20240306 WA0003 400

په دغه روزنیزه دوره کې به د ښوونځیو ۱۴ مدیرانو ، د سیمه ییزو ټولګیو ۶۶ ښوونکو او د والدینو شورا ۹۴ غړو ته د ماشومانو حقونو پېژندنې د دوی د ساتنې،خوندیتوب او د تعلیم زمینې برابرولو په هکله روزنه ورکړل شي.IMG 20240306 WA0004 400IMG 20240306 WA0005 400

دا په داسې حال کې ده،چې پرون هم د لوګرد محمدآغې ولسوالۍ ۲۸۵ تنه د پوهنې کارکوونکي،د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکي او د والدینو شورا غړي له ورته روزنیز ورکشاپ څخه فارغ شوي دي.IMG 20240306 WA0006 400