Home خانه

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونځیو مدیرانو ،ښوونکو او د والدینو شورا غړو د ماشومانو د حقونو روزنه تر لاسه کړه

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونځیو مدیرانو ،ښوونکو او د والدینو شورا غړو د ماشومانو د حقونو روزنه تر لاسه کړه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سه شنبه، شعبان المعظم ۲۳ مه ، کب ۱۵ مه

IMG 20240305 WA0007 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونځیو ۲۸۵ تنو مدیرانو ، د سیمه ټولګیو ښوونکو او د والدینو شورا غړو ته د ماشومانو د شرعي حقونو د پېژندنې په تړاو روزنه ورکړل شوه.

IMG 20240305 WA0013 400د یاد روزنیز پروګرام د اختتامې په غونډه کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو روزنې مرستیال حاجي محمد ابراهیم حمدي، د محمدآغې د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي، د وایفا مؤسسې ولایتي مسوول سادات کامران ، د ښوونځیو روزل شویو مدیرانو،د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکو او د والدینو شورا غړو برخه اخیستې وه.IMG 20240305 WA0012 400

دا روزنه د پوهنې ریاست په هڅو په هغه جوړ شوي څلور ورځني روزنیز ورکشاپ کې چې د وایفا مؤسسې له خوا د یونیسف په مالي ملاتړ په لاره اچول شوې وه ورکړل شوې ده.IMG 20240305 WA0011 400

په روزل شويو کسانو کې ۳۶ تنه د ښوونځیو مدیران، ۱۱۰ تنه د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکي او ۱۳۹ تنه د والدینو شورا غړي شامل دي چې دغو کسانو ته د ماشومانو حقونو پېژندنې د دوی د ساتنې، خوندیتوب او د تعلیم زمینې برابرولو په برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.IMG 20240305 WA0010 400IMG 20240305 WA0009 400

د یادونې وړده ،چې په راتلونکو ورځو کې به د خوښۍ او ازرې ولسوالیو د ښوونځیو مدیرانو،د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکو او د والدینو شورا غړو ته هم ورته روزنیز پروګرامونه جوړ شي.IMG 20240305 WA0008 400