Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست خپل یو کلن کاري راپور وړاندې کړ

د لوګر د پوهنې ریاست خپل یو کلن کاري راپور وړاندې کړ

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، شعبان المعظم ۲۲ مه ، کب ۱۴ مه

IMG 20240304 WA0003 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۲ لمریز کال خپل یو کلن کاري ریپوټ یوې غونډې ته وړاندې کړ.

دا ریپوټ نن د پوهنې رئیس ښاغلي مولوي جنت ګل عزیز د روانې حوت میاشتې د پوهنې میاشتني سکتوري غونډې ته وړاندی کړی دی.

نوموړي په یاد ریپوټ کې خپلې هغه ټولې لاسته راوړنې او فعالیتونه چې د تېریوه کال په موده کې يې ترسره کړي دي د غونډې ګډون والو ته په مفصل ډول بیان کړل.

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د یاد راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې مهمې لاسته راوړنې درلودې او په دې کال کې یې د پوهنې بهیر پرمختګ او ستونزو هواري په موخه پراخې او نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي دي .IMG 20240304 WA0002 400

هغه زیاته کړه، چې د روان لمریز کال په اوږدو کې د پوهنې وزارت،مرسته کوونکو مؤسسو،خیریه بنسټونو، سوداګرو او شتمنو خلکو د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۸ پروژې پلي شوي ، ۱۲۹۶ تنه نوي ښوونکي او کارکوونکي په دیني مدرسو او ښوونځیو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

هغه وویل، چې په روان کال کې یې په ۱۹۲ امارتي دیني مدرسو کې ۲۴۸۹۶ تنو طالب العلمانو ته او په ۲۷۶ امارتي ښوونځیو کې نږدې ۱۷۴۴۵۵ تنو زده کوونکو ته د زده کړو لازم امکانات برابر کړي وو ، ۱۶۲ خصوصي دیني مدرسې یې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې رسمي کړي ، د یتیمو ماشومانو لپاره یې یو نوی دارالایتام ، ۶۶ کلیوالي دیني مدرسې او ۳ لومړني ښوونځي تاسیس کړي دي.

د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې ۶۴ کلیوالي دیني مدرسو ته یې ۲۲۴۶۸ ټوکه نوي چاپ شوي درسي کتابونه او ۲۷۶ ښوونځیو ته یې ۵۲۷۲۹۹ ټوکه درسي کتابونه انتقال کړي، چې د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره سم به پر طالب العلمانو او زده کوونکو ووېشل شي.

د پوهنې رئیس په خبره، چې په ۱۴۰۲ ښوونیز کال کې پر ۳۵۰۳ تنو ښوونکو او پر ۱۳۰۳۶۰ تنو زده کوونکو د یونیسف مرسته شوي درسي توکي هم توزیع شوي دي.

هغه د یو شمېر نورو مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې راتلونکي ښوونیز کال ته یې هم د پوهنې بهیر د لا ښه والي او شته ستونزو هواري په موخه ښه پلانونه او پروګرامونه ترتیب کړي دي.IMG 20240304 WA0001 400

د لوګر د اقتصاد ریاست مرستیال سید امیر حمزه مسلم د تېر یوه کال په موده کې د پوهنې ریاست ترسره شوي کارونه او فعالیتونه مثبت او د ستاینې وړ وبلل.

په دې غونډه کې د پوهنې ریاست تر څنګ د لوړو زده کړو ، ملي راډیو ټلویزیون، چاپېریال ساتنې ، تخنیکي او مسلکي زده کړو او د لوبو امارتي ادارو او د آی، آر، سي، ، ماپو او HHOA مؤسسو مسوولینو هم چې د پوهنې سکتور اړوند ادارې دي خپل د تېر یوه کال کاري راپورونه بیان کړل.

د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست د اقتصاد ریاست له مهال وېش سره سم په روان ۱۴۰۴ کال کې د پوهنې دولس میاشتني سکتوري غونډې جوړې کړي دي.