Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي ښوونیز کال کې ۱۳ نوي لومړني ښوونځي تاسیسوي

د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي ښوونیز کال کې ۱۳ نوي لومړني ښوونځي تاسیسوي

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۲۱ مه ، کب ۱۳ مه

IMG 20240227 WA0000 400د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې زده کړو ته د ماشومانو د لا زیات لاس رسي په موخه ۱۳ نوي لومړني ښوونځي تاسیسوي.

یاد ښوونځي د دغه ریاست د عملیاتي پلان له مخې د خلکو له غوښتنې سره سم د پوهنې وزارت له منظورولو وروسته به تاسیس شي.

دغه ښوونځي په هغو ځایونو کې چې رسمي ښوونځي شتون ونه لري تاسیسیږي چې په تاسیسولو سره به یې شاوخوا ۷ زره ماشومان زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي.


دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر د پوهنې ریاست په روان ۱۴۰۲ کال کې ۱۹۲ خصوصي دیني مدرسې رسمي کړې دي، ۶۶ کلیوالي دیني مدرسې، د یتیمانو یو دارالایتام او ۳ ښوونځي یې هم تاسیس کړي دي.