Home خانه

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې کارکوونکو، ښوونکو او د والدینو شورا غړو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې کارکوونکو، ښوونکو او د والدینو شورا غړو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۲۱ مه ، کب ۱۲ مه

IMG 20240302 WA0007 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې آمریت ۲۸۵ تنو کارکوونکو،د ښوونځیو مدیرانو، د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکو او د والدینو شورا غړو ته د ماشومانو د حقونو پېژندنې په تړاو څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

IMG 20240302 WA0002 400د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسمو کې چې د محمدآغې د هلکانو په لېسه کې جوړ شوي وو د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې مرستیال حاجي محمد ابراهیم حمدي، د محمدآغې ولسوالۍ مرستیال ولسوال مولوي محمد ولي، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر مسوول مولوي عبدالنافع عالمي، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي ، د وایفا موسسې مسوول انجینر کامران سادات او یو شمېر نورو محلي مسوولینو پکې ګډون کړی وو.IMG 20240302 WA0005 400

دا ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ د وایفا مؤسسې له خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) په مالي ملاتړ په لاره اچول شوی. چې موخه یې د دغې روزنې ګډون وال د ماشومانو له شرعي حقونو څخه خبرول دي.IMG 20240302 WA0004 400IMG 20240302 WA0008 400په دې ورکشاپ کې ۲۸۵ کسانو چې د پوهنې آمریت کارکوونکي، د ښوونځیو مدیران ، د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکي او د والدینو شورا غړي دي پکې برخه اخیستې ده چې دوی ته به د اسلام په سپېڅلي دین کې ماشومانو ته د ورکړل شویو حقونو په تړاو روزنه ورکول کېږي.IMG 20240302 WA0003 400

IMG 20240302 WA0006 400د یادونې وړده،چې په نږدې ورځو کې به د خوښۍ او ازرې ولسوالیو د پوهنې کارکوونکو د سیمه ییزو ټولګیو ښوونکو او د والدینو شورا غړو ته هم ورته روزنیز پروګرام پیل شي.IMG 20240302 WA0009 400