Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست ته د څښاک پاکو اوبو څاه وکېندل شوه

د لوګر د پوهنې ریاست ته د څښاک پاکو اوبو څاه وکېندل شوه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
پنجشنبه، شعبان المعظم ۱۷ مه ، کب ۱۰ مه

IMG 20240229 WA0002 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په انګړ کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې ژورې څاه د کېندلو کار بشپړ شو .

دا څاه د پوهنې وزارت په عادي بودجې د ۱۶۰ مترو په ژوروالي کېندل شوې ده چې د آببازک سیستم لري.

د یادې څاه په کېندلو سره د دغه ریاست کارکوونکو او مراجعینو ته د څښاک پاکې اوبه برابر شوې او هم د انګړ شنه چمن ، ګلانو او ونو د اوبو کمښت ستونزه هواره شوه.