Home خانه

د پل علم ښوونکو ته د علمي او مسلکي سویې لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

د پل علم ښوونکو ته د علمي او مسلکي سویې لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، شعبان المعظم ۱۷ مه ، کب ۹ مه

IMG 20240228 WA0000 400د لوګر مرکز پل علم اړوند د ۳۵ لېسو او منځنیو ښوونځیو ۱۵۰ تنو ښوونکو ته د علمي او مسلکي سویې لوړولو په موخه اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د یاد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې چې د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې مرستیال حاجي محمد ابراهیم حمدي په ګډون د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز علمي او کدري غړو او د وفا موسسې مسوول قاري عبدالحفیظ نوري برخه اخیستې وه.

IMG 20240228 WA0002 400دغه ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت په لاره اچولی، چې موخه یې د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې او په ښوونځیو کې د درسي کیفیت لوړول دي.

په دغه روزنیزه دوره کې د ۳۵ لېسو او منځیو ښوونځیو د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو ۱۵۰ تنو ښوونکو برخه اخیستې ده، چې د دغو مضمونونو د تدریس او تجربو په اړه روزنه ورکول کېږي.IMG 20240228 WA0001 400

د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر د پوهنې ریاست د برکي برک او محمدآغې ولسوالیو د ۶۵ لېسو او منځنیو ښوونځیو د ساینسي او ریاضي مضمونونو ۳۳۰ تنو ښوونکو ته ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.