Home خانه

په لوګر کې د پوهنې له بهیر سره د خلکو مرستې ډېرې شوې دي

په لوګر کې د پوهنې له بهیر سره د خلکو مرستې ډېرې شوې دي

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سه شنبه، شعبان المعظم ۱۶ مه ، کب ۸ مه

IMG 20240227 WA0004 400د لوګر ولایت د پوهنې له بهیر سره د پوهنې مینه والو د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې د نږدې لس میلیونه افغانیو په اندازه په بیلا بیلو برخو کې مرستې کړې دي.

دا مرستې د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر سودا ګرو، شتمنو خلکو او خیریه بنسټونو له خوا د پوهنې بهیر د پرمختګ او ستونزو د حل په موخه شوې دي.

IMG 20240227 WA0001 400د پوهنې مینه والو خپلې مرستې ښوونځیو ته د ودانیو، احاطې دېوالونو او نورو اړینو ملحقاتو د جوړولو او ترمیمولو ، د اوبو څاه ګانو د کېندلو،د سولري برېښنا د فعالولو، زده کوونکو ته د وړیا ښوونیزو کورسونو د دایرولو، د ځمکې د ورکړې، د میزونو او څوکیو د ترمیمولو او یو شمېر نورو برخو کې کړي دي.IMG 20240227 WA0003 400


د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز د پوهنې له بهیر سره د خلکو شوې مرستې ستایي او زیاتوي چې له معارف سره د سوداګرو، شتمنو خلکو او خیریه بنسټونو د مرستو ډېرې بېلګي لري.IMG 20240227 WA0002 400

نوموړی وایي،چې د دغه ولايت اوسېدونکو د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په جریان کې له پوهنيز بهير سره په بېلابېلو برخو کې زياته همکاري کړې ده او دوی ترې مننه او قدرداني کوي.IMG 20240227 WA0000 400