Home خانه

د لوګر یوه زده کوونکي په ریاضي کې نوی فورمول کشف کړی

د لوګر یوه زده کوونکي په ریاضي کې نوی فورمول کشف کړی

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، شعبان المعظم ۱۵ مه ، کب ۷ مه

IMG 20240226 WA0000 400د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د دهنو د هلکانو لېسې یو تن زده کوونکی د ریاضي یو نوی فورمول کشف کړی دی .

دا زده کوونکی احمد سمیر نومېږي ، د یادې لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی دی او په خپل کوښښ او زیار سره یې د مطابقت یو فورمول کشف کړی دى.

د یاد زده کوونکي له خوا کشف شوى فورمول د پوهنې رياست د ساينس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا تر څېړنې لاندې نیول شوی او وروسته د پوهنې له وزارت سره هم شریک شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر حاجي محمد ابراهیم حمدي د کشف شوي فورمول له امله یاد زده کوونکي ته ستاینلیک ورکړ او د هغه استعداد یې وستایه.