Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست خپلو کلیوالي دیني مدرسو ته د نوېو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل کړ

د لوګر د پوهنې ریاست خپلو کلیوالي دیني مدرسو ته د نوېو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل کړ

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۱۴ مه ، کب ۶ مه

IMG 20240225 WA0002 400د لوګر د پوهنې ریاست خپلو ۵۴ کلیوالي دیني مدرسو ته د ۲۲۴۶۸ ټوکه نوېو چاپ شوېو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل کړ.

یاد کتابونه چې شاوخوا ۲۵۰ زره افغانۍ ارزښت لري څه موده مخکې د پوهنې وزارت له خوا نوي چاپ او دغه ریاست ته رالېږل شوي وو.

IMG 20240225 WA0003 400په دغو کتابونو کې له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې د کلیوالي مدرسو د نوي چاپ شوي ښوونیز نصاب د ۱۵ بیلا بیلو دیني او عصري مضمونونو ۲۲۴۶۸ ټوکه کتابونه شامل دي.IMG 20240225 WA0004 400

د یادونې وړده، چې یادې کلیوالي مدرسې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو کې د لوګر د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمریت په چوکاټ کې فعالې شوې دي.IMG 20240225 WA0005 400