Home خانه

د لوګر د آبچکان په سیمه کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو

د لوګر د آبچکان په سیمه کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، شعبان المعظم ۱۴ مه ، کب ۶ مه

IMG 20240225 WA0000 400د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د آبچکان په کلي کې د آبچکان مرکزي په نوم د هلکانو او نجونو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.

یاد ښوونځی د پوهنې ریاست او د پل علم د پوهنې آمریت د ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.

دغه نوی ښوونځی به په راتلونکي نوي تعلیمي کال کې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي، چې په پرانیستلو سره به یې له زده کړو پاتې شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د یادونې وړده،چې تر دې مخکې هم د لوګر د پوهنې ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د صلاح الدین ایوبي په نوم یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شوی دی.