Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه

د لوګر د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، شعبان المعظم ۱۰ مه ،کب ۲ مه

IMG 20240221 WA0001 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر حاجي ابراهیم حمدي د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه.

هغه د دې لیدنې پر مهال د نوموړي روزنیز پروګرام له ګډون کوونکو ښوونکو څخه وغوښتل،چې له دغه روزنیز پروګرام څخه پوره ګټه واخلي او له دې لارې خپلې علمي او مسلکي وړتیاوې لاپسې لوړې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ښوونکو ته هر اړخيزې اصلاحي خبرې، لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې او له ښوونکو نه یې غوښتنه وکړه ، چې خپل سیرت او صورت له شریعت سره سم جوړ کړي.IMG 20240221 WA0002 400

یاد اته ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا د ښوونکو د علمي او مسلکي سویې لوړولو لپاره په لاره اچول شوی او د ساینسي او ریاضي مضمونونو ۱۵۰ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو پکې برخه اخیستې ده.IMG 20240221 WA0000 400