Home خانه

د لوګر عالي دارالمعلمین لپاره ۲۶ نوي ښځینه مسلکي ښوونکې ګومارل کېږي

د لوګر عالي دارالمعلمین لپاره ۲۶ نوي ښځینه مسلکي ښوونکې ګومارل کېږي.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، ذوالقعدې ۲ مه ، جوزا لومړۍ نېټه

د لوګر ولایت عالي دارالمعلمین ته د ۲۶ نوېو ښځینه قرار دادي مسلکي ښوونکو د ګومارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

یاد ښوونکې د پوهنې ریاست د ښوونکو روزنې آمریت په غوښتنه،د پوهنې وزارت د هدایت له مخې د یونیسف په مالي ملاتړ مقرریږي.

په دې ازموینه کې له پوهنتونونو څخه ۴۰ فارغو شوېو د کدر نومرو لرونکو میرمنو ګډون کړی و،چې له ډلې به یې ۲۶ بریالۍ او د لوړو نومرو اخیستونکي مقررې شي.

دغه ښوونکې د نجونو ښوونځیو د بکلوریا یا دولس پاس ښځینه ښوونکو د دوه کلن روزنیز پروګرام د پیل په پار ګومارل کېږي،چې د دوی له خوا به دولسم پاسې ښوونکې په مسلکي ډول ورزول شي.

د لوګر عالي دارالمعلمین ۱۶ کاله مخکې په فعالیت پیل کړی، چې د فعالیت له پیله تر دې دمه یې شاوخوا څلورنیم زره نارینه او ښځینه ښوونکي په مسلکي ډول روزلي او فارغ کړي دي.