Home خانه

د لوګر پر ۱۴۷ خصوصي دیني مدرسو د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

د لوګر پر ۱۴۷ خصوصي دیني مدرسو د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، ذوالقعدې لومړی، ثور ۳۱ مه

IMG 20230521 WA0009 400

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې پر ۱۴۷ لیلیه لرونکو مستحقو خصوصي دیني مدرسو د نغدي مرستو بهیر پیل شو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې چې د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید په ګډون والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني ، د دفتر رئیس مولوي میرویس وحید الله ، د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز او د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال مفتي سید ضیاً الاحمد صارم احمدآغا په کې برخه اخیستې وه.

IMG 20230521 WA0010 400

دغه نغدي مرسته د پوهنې ریاست په غوښتنه د ولایت مقام په وړاندیز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم له مخې شوې ده، چې پنځه میلیونه افغانۍ په کې شامل دي.

مرسته شوې مرسته به د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د راغلي معین په مشرۍ د یو ۱۳ کسیز پلاوي په لاس په اړوندو ۱۴۷ مستحقو دیني مدرسو د عدالت او شفافیت په رڼاه کې ووېشل شي.

IMG 20230521 WA0011 400

د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر له یو شمېر لیلیله لرونکو خصوصي دیني مدرسو سره د پوهنې وزارت نغدي مرستې شوې دي.