Home خانه

الحاج محمد شاه پیمان ته د مطبوعاتي فعالیتونو په ویاړ ستاینلیک ورکړل شو

الحاج محمد شاه پیمان ته د مطبوعاتي فعالیتونو په ویاړ ستاینلیک ورکړل شو.

Mohammad Shah PaimanPaiman 2023 400الحاج محمد شاه پیمان د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې له خوا په رسنیز ډګر کې د مطبوعاتي فعالیتونو د ترسره کولو له امله په ستاینلیک وستایل شو.

یاد ستاینلیک د لوګر لپاره د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول موسی عدیل او د اطلاعاتو آمر امین الله صفا له خوا د پیمان خیریه بنسټ اداري مرستیال محمد شاه پور عرب ته سپارل شوی دی.

IMG 20230521 WA0001 400

په ورکړل شوي ستاینلیک کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې په رسنیز ډګر کې د الحاج محمد شاه پیمان مطبوعاتي هلې ځلې ستایلې دي او د مطبوعاتو په برخه کې یې ده ته یې د لابریالیتوب هیله کړې ده.

ښاغلی الحاج محمد شاه پیمان چې په سویډن هېواد کې اوسیږي، یو مطبوعاتی فعال دی، چې د هېواد والو د خبرونې او اطلاع رسونې لپاره یې څو خبري ویب سایټونه او ټولنیزې پاڼې جوړې کړي، چې د هېواد ورځني خبرونه او راپورونه په کې خپروي.

ښاغلی الحلج محمدشاه پیمان ته د لوګر د والی لخوا ستاینلیک هم ورکړشوی وه