Home خانه

د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور اړوند ارګانونو د میاشتني حساب ورکونې غونډه جوړه شوه

د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور اړوند ارګانونو د میاشتني حساب ورکونې غونډه جوړه شوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، شوال ۱۷ مه، ثور ۱۷ مه

IMG 20230507 WA0002 400

د لوګر ولایت د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتور اړوند ارګانونو د میاشتني حساب ورکولو غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه د پوهنې او د پوهنې سکتور د عمومي رئیس مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ جوړه شوې وه،چې د پوهنې سکتور اړوند ارګانونو مسوولینو په کې برخه لرله.

IMG 20230507 WA0003 400

په دې غونډه کې د پوهنې په سکتور کې د شاملو ادارو مسوولینو د غونډې عمومي رئیس او غړو ته خپل د تېرې یوې میاشتې کاري پروګرامونه او د هم د راتلونکې یوې میاشتې کاري پلانونه تشریح او بیان کړل.

IMG 20230507 WA0004 400

د غونډې په پای کې د اقتصاد ریاست مرستیال سید امیر حمزه مسلم له خوا د غونډې ارزونه وشوه او د دغه سکتور د تېرې یوې میاشتې کارونه یې وستایل.

IMG 20230507 WA0005 400