Home خانه

د لوګر په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د درسي کتابونو د ورکولو لړۍ پیل شوه

د لوګر په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د درسي کتابونو د ورکولو لړۍ پیل شوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شوال ۱۶ مه، ثور ۱۶ مه

IMG 20230506 WA0000 400

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په شته ۲۷۵ ښوونځیو کې زرګونو زده کوونکو ته د درسي کتابونو د ورکولو پروسه پیل شوه.

یاده پروسه د پوهنې وزارت او د پوهنې ریاست د مسوولینو د لارښوونې له مخې پیل شوه، چې شاوخوا یوه اوونۍ به دوام ولري.

IMG 20230506 WA0001 400

د پوهنې وزارت د لوګر د پوهنې ریاست ته ۲ لکه ، ۳ زره او ۸۱۹ ټوکه درسي کتابونه ورکړي، چې دغه ټول کتابونه ښوونځیو ته لېږدول شوي دي.

IMG 20230506 WA0002 400

په نوموړو کتابونو کې له لومړي ټولګي تر یوولسم ټولګي په پښتو او دري ژبو کتابونه شامل دي،چې د يوه ځانګړي طرزالعمل له مخې به پر زده‌کوونکو ووېشل شي.

IMG 20230506 WA0003 400

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز د یادې پروسې پر پیل خوښي څرګندوي او له زده کوونکو څخه د کتابونو ساتلو غوښتنه کوي.

IMG 20230506 WA0004 400

IMG 20230506 WA0005 400