Home خانه

په لوګر کې د شهید الحاج غلام نبي سمسور لېسې ودانۍ ورغول شوه

په لوګر کې د شهید الحاج غلام نبي سمسور لېسې ودانۍ ورغول شوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شوال ۵ مه، ثور ۵ مه

IMG 20230425 WA0000 400

د لوګر ولایت په مرکز پل علم پورې اړوند د شهید الحاج غلام نبي سمسور د هلکانو لېسې ودانۍ بېرته ورغول شوه.

د دغې لېسې ودانۍ د پوهنې ریاست د انجینرۍ مدیریت په همغږۍ د آی. آر. سي موسسې په مالي لګښت رغول شوې ده.
د بیا رغونې په دې چاره کې د ښوونځي ودانۍ ټولو برخو ته نوی رنګ ورکړل شوی او هم ټولې تخریب شوې برخې یې پلاستر او بېرته رغول شوې دي.

د نوموړي ښوونځي ودانۍ په بیا رغونې سره له زرو ډېرو زده کوونکو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شو.

په لوګر ولایت کې دا مهال د یادې مرستندویه موسسې په مالي لګښت د ۳۱ نورو ښوونځیو د ترمیمولو چارې روانې دي.