Home خانه

د لوګر د پوهنې لنډ راپور

د لوګر د پوهنې لنډ راپور

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، رمضان المبارک ۲۶ مه، حمل ۲۸ مه

IMG 20230416 WA0001 400

د لوګر ولایت په شته ۲۷۵ ښوونځیو کې درسونه ښه پرمخ روان دي او هم په ټولو درسي ساعتونو کې يې ښوونکي منظمه حاضري ورکوي.

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د راپورونو له مخې، چې په ښوونځیو کې ښه درسونه موجود دي، ښوونکي هم زده کوونکو ته ښه درسونه ورکوي او شاګردان هم په ډېرې لېوالتیا سره خپلو درسونو ته حاضریږي.

IMG 20230416 WA0002 400

د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې دا مهال ۲۷۵ ښوونځي پرانیستي دي، چې په دغو ټولو ښوونځیو کې زده کوونکو ته د زده کړې امکانات برابر شوي دي.

په نوموړو ښوونځیو کې د ۱۵۰ زرو په شاوخوا کې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د شاوخوا ۴۰۷۵ ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کېږي.