Home خانه

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې خلکو په خپلو شخصي پیسو ښوونځي ته ځمکه واخیسته

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې خلکو په خپلو شخصي پیسو ښوونځي ته ځمکه واخیسته.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

IMG 20230409 WA0002 400

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د بنډوکه ګرمابه کلي اوسېدونکو په خپلو شخصي پیسو د نجونو د یوه ښوونځي جوړولو لپاره ۱۳ بسوې ځمکه واخیسته.

یاده ځمکه خلکو په خپله خوښه ؛ د ګرمابه د نجونو منځني ښوونځي ته د څه باندې یو نیم میلیون افغانیو په بدل کې اخېستې ده.
د اخیستل شوې ځمکې قباله د یادې سیمې قومي مشرانو د پوهنې آمریت ته سپارلې ده څو نوموړي ښوونځي ته پرې ودانۍ جوړه شي.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حسیني وایي، چې دا کار د ده په هڅو ، مشورې او همغږۍ شوې ده.

IMG 20230409 WA0003 400

هغه د یادې سیمې د خلکو دا کار ستر ویاړ وباله او ویې ویل،چې دغه ویاړ یې د پوهنې ریاست له مسوولینو سره هم شریک کړ دی.

د لوګر د پوهنې ریاست د یادې سیمې له خلکو مننه کوي، چې د پوهنې په برخه کې یې له ویاړه ډک دا قدم پور ته کړ او هغوی ته په اخیستل شوې ځمکه کې د ودانۍ جوړولو ژمنه ورکوي.