Home خانه

په لوګر کې ۱۲۰ نجونو د محمدي دارالعلوم لپاره د داخلې ازموینه ورکړه

په لوګر کې ۱۲۰ نجونو د محمدي دارالعلوم لپاره د داخلې ازموینه ورکړه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، رمضان المبارک ۱۲ مه، حمل ۱۴ مه

IMG 20230403 WA0003 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د بېلا بېلو لېسو له دولسم ټولګي ۱۲۰ فارغو نجونو څخه د محمدي عالي دارالعلوم ته د داخلې ازموینه واخېسته

دا ازموینه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د لارښوونې له مخې په یاد دارالعلوم کې د نجونو د جذب او هم دوی ته د دیني زده کړو د زمینې برابرولو په موخه واخېستل شوه.

د دغې ازموینې له لارې به بریالۍ نجونې د دیني زده کړو په پار د یاد دارالعلوم دیارلسم ټولګیو ته جذبې شي، چې تر جذب وروسته به یې درسونه هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون یکشنبې هم د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې له ۱۸۱ فارغو نجونو څخه ورته ازموینه اخېستل شوې ده.