Home خانه

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پوهنې له آمریت سره د نیالګیو مرسته وشوه

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پوهنې له آمریت سره د نیالګیو مرسته وشوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهارشنبې، رمضان المبارک ۷ مه، حمل ۹ مه

IMG 20230329 WA0002 400

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د پوهنې له آمریت سره د یوه ښوونځي مدیر د دولس سوه زردالو نیالګیو مرسته وکړه.

دغه مرسته د همای د منځني ښوونځي مدیر عبدالمبین د دیني مدرسو او ښوونځیو د چاپېریال د زرغونولو لپاره کړې ده، چې شاوخوا شپېته زره افغانۍ ارزښت لري.

IMG 20230329 WA0004 400

مرسته شوي نیالګي به د یادې ولسوالۍ په دیني مدرسو او ښوونځیو کې کېنول شي، چې په کېنولو سره به یې د دیني مدرسو او ښوونځیو چاپېریال زرغون شي.

دا په داسې حال کې ده،چې د لوګر د پوهنې ریاست په خپلو ټولو دیني مدرسو او ښوونځیو کې د نیالګیو کېنولو عمومي حشر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې ډېر شمېر نیالګي کېنول شوي دي.