Home خانه

د لوګر ځینو ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو ته د خیمو وېش پیل شو

د لوګر ځینو ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو ته د خیمو وېش پیل شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهار شنبې، شعبان المعظم ۲۹ مه، حمل ۲ مه

IMG 20230322 WA0003 400

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو یو شمېر ودانۍ او سرپناه نه لرونکو ښوونځیو ته د عصري او مجهزو خیمو وېش پیل شو .

دا خیمې،چې شمېر یې ۷۶ ته رسیږي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) مرسته شوې خیمې دي.

یادې خیمې هغو ښوونځیو ته ورکول کېږي، چې ودانۍ او سرپناه نه لري او په آزاده فضا کې زده کوونکي یې زده کړې کوي.

دغه ټولې خیمې ۲۴ متر مربع دي، شاوخوا ۹۸ زره او ۸۰۰ امریکایي ډالره ارزښت لري، چې د یوه ټولګي زده‌کوونکو ته بسنه کوي.

IMG 20230322 WA0004 400

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز وایي، چې یادې خیمې ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو ته بسنه نه کوي او دوی هڅه کوي څو له یونیسف او نورو مرستندویه ادارو څخه د خیمو نورې مرستې هم لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر د پوهنې ریاست نن چهارشنبې د ۲۷۵ ښوونځیو ۲۳۰۴ تنو ښوونکو او ۷۵۶۶۰ تنو زده کوونکو ته هم د درسي توکو وېش پیل کړی دی.