Home خانه

په لوګر کې ۱۵ تنه زده کوونکي د انګلیسې ژبې له کورس څخه فارغ شول

په لوګر کې ۱۵ تنه زده کوونکي د انګلیسې ژبې له کورس څخه فارغ شول.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ۲۱ مه، کب ۲۳ مه

IMG 20230314 WA0010 400

په لوګر ولایت کې د انګلیسي ژبې د زده کړې له یوه خصوصي کورس څخه ۱۵ تنه زده کوونکي فارغ او فراغت لیکونه ورکړل شول.
په یاده فراغت غونډه کې د پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري، د نوي مسلم د خصوصي کورس مسوولانو، استادانو، فارغو شویو زده کوونکو او د دوی کورنیو برخه اخیستې وه.

IMG 20230314 WA0012 400

یاد زده کوونکي د نوي مسلم په خصوصي ښوونیز مرکز کې د انګلیسې ژبې په برخه کې ۹ تنو یې یو کلنې او ۶ تنو نورو یې شپږ میاشتني زده کړې بشپړې کړي، چې د بیلا بیلو ښوونځیو برحاله زده کوونکي هم دي.

IMG 20230314 WA0013 400

د یادونې وړده، چې د نوي مسلم خصوصي ښوونیز کورس د لوګر د پوهنې ریاست سره ثبت دی او ټول فعالیتونه یې له دغې ادارې سره په همغږۍ ترسره کېږي.IMG 20230314 WA0011 400

IMG 20230314 WA0009 400