Home خانه

د لوګر د ازرې ولسوالۍ ۸۰ تنو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د لوګر د ازرې ولسوالۍ ۸۰ تنو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ٢١مه، کب ٢٣ مه

IMG 20230314 WA0005 400

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د ۱۷ ښوونځیو ۸۰ تنو ښوونکو ته د پوهې د سطحې د لوړولو لس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز جوړ کړی، چې موخه یې د ښوونځیو د تدریس کیفیت او هم د ښوونکو د پوهې د سطحې لوړول دي.

په دې لس ورځنيو مسلکي زده کړو کې به نوموړو ښوونکو ته د کیمیا، بیولوژي، فریک، ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریس او لابراتواري تجربو اړوند روزنه ورکړل شي.

IMG 20230314 WA0006 400

د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر د مرکز پل علم اړوند د ۵۷ ښوونځیو ۱۱۷ تنو ښوونکو ته د ساینسي او ریاضي مضمونونو د تدریس او تجربو اړوند روزنه ورکړل شوې ده.