Home خانه

د لوګر د هلکانو په یوه لېسه کې د نیالګېو کېنولو کمپاین پیل شوی

د لوګر د هلکانو په یوه لېسه کې د نیالګېو کېنولو کمپاین پیل شوی.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شعبان المعظم ۲۱ مه، کب ۲۳ مه

IMG 20230314 WA0004 400

د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د پادخواشانې د شهیدانو په لېسه کې د میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو نیالګېو د کېنولو کمپاین پیل شوی دی .

په یاد ښوونځي کې د نېالګېو کېنولو په لاره اچول شوی کمپاین ؛ د پوهنې ریاست د لارښوونې له مخې ، د نوموړې لېسې د آمر خواجه سیف الرحمٰن په نوښت د ښوونکو، زده کوونکو او عامو خلکو له خوا پیل شوی دی.

IMG 20230314 WA0003 400

د دغه کمپاین له پیله تر اوسه د نوموړي ښوونځي په انګړ کې د بادامو ۱۲۰ نېالګي کېنول شوي او د نیالګېو کېنولو لړۍ لاهم په چټکۍ روانه ده.

IMG 20230314 WA0002 400

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز په دې ښوونځي کې له یاد شوي کمپاین څخه خوښي څرګندوي او په نورو ښوونځیو کې هم د ورته کمپاینونو د پیلېدو غوښتنه کوي.

IMG 20230314 WA0001 400

IMG 20230314 WA0000 400