Home خانه

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست مطبوعاتی اعلامیه 20/5/139

Logar Charkh 200د لوگر ولایت د چرخ ولسوالی کښې د ملي اردو او بهرنیوځواکونو د گډو عملیاتو له امله یوشمیر ملکي اوسیدونکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د څیړنې لپاره د هیئت د ټاکنې په اړه حکم د روان 1393 لمریز کال د زمری میاشتې په یولسمه نېټه د لوگر ولایت د چرخ ولسوالی په شا و خوا سیمو کښې دملي اردو اود بهرنیو ځواکونو د ګد عملیات په ترځ کښی د لمړنی رپوتونو له مخی ز مونږ یو شمیر هیواد والو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.

انا لله و انا الیه راجعون

د دي پیښې د ژوری څیړنې او پلټنې لپاره په قومي چارو کې د اسلامي جمهوري ریاست سلاکار الحاج محمد طاهر صافی په مشرۍ د لاندنۍ هئیت ټاکنه منظوروم:
1. د چارو ادارې د لوي رياست او د وزيرانـــو شــــورا د دارالانشا استازې، برید جنرال عبدالقدیر اکرمی، د غړي په توګه.
2. د ملی دفاع وزارت استازې، د غړي په توګه.
3. د ملي امنیت د لوی ریاست استازې، برید جنرال سعدالله د غړي په توګه.
4. دکورنیو چارو وزارت استازی، سمونوال فرید د غړي په توګه.
5. د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازې، عبدالمتین اقرار د غړي په توګه.
هیئت ته دنده سپارل کیږی چه د سیمه ایزی اداری چارواکو، دیني عالمانو، د ولایتی شورا د غړو مخورو او سپین ږیرو سره په ګډه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي، عوامل یې تشخیص او په دي هکله د خپل ګډ رپوټ او سپارښتنې ژرترژره د جمهوری ریاست مقام ته وړاندی کړي.

دهیئت د لګښتونو لپاره دی سل زره افغانۍ د دولت د بیړنې حالت له ( ) څخه د مرستی په توګه اجرأ شي.
د ملی دفاع، کورنیوچارو وزارت او ملی امنیت لوی ریاست دي د پلاوې امنیت په کلکه توګه تر سره کړي.