Home خانه

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لومړنی رییس الحاج محمد ظاهر صدیقي د ۷۶ کلونو په عمر وفات شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لومړنی رییس الحاج محمد ظاهر صدیقي د ۷۶ کلونو په عمر وفات شو
اناالله و اناالیه راجعون

M. Zaher Sadiqi 400 په خورا خفګان سره مو خبر تر لاسه کړ چې د لوګر ولایت نوموتی شاعر، لیکوال او د ادب او ادبیاتو د ګل بڼ فعاله غړی الحاج محمد ظاهر صدیقي له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې
خدای بښلی صدیقي د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لومړنی بنسټ ایښودونکی ؤ او دغه راز په دې ولایت کې یې د مطبوعاتو د غوړیدا په برخه کې ډير اساسي او بنسټيز کارونه کړي دي
له مرحوم صدیقي څخه د شعر په برخه کې کتابونه را پاتې دي او دغه راز په سلګونه سیاسي او ادبي مقالې یې هم لیکلې دي
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د الحاج محمد ظاهر صدیقي مړینه د ادب په برخه کې ستره ضایع ګڼي او د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په اړخ کې یې تر سره شوې کړنې، نه هیریدونکې بولي
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشرتابه او ټول کارکوونکي مرحوم محمد ظاهر صدیقي ته د فردوس جنت غوښتنه کوي او ټولې کورنۍ او د ادب کهول لارویانو ته د زړه صبر او تسلیت غواړي.

 د الحاج محمد ظاهرصدیقي ژوندلیک

الحاج محمد ظاهر صدیقي د شهید امیر محمد صدیقي زوی چې په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال کې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د نوښار په سیمه کې په یوه دینداره کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې وې
په ۱۳۳۱هجري لمریز کال کې د مولانا یعقوب څرخي په لومړني ښوونځي کې شامل او په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال کې د کانکور له آزموینې وروسته د ابن سینا منځني ښوونځي ته یې لاره پیدا کړه او په ۱۳۴۰ ه ل کال کې له همدې ښوونځي څخه هم فارغ شو او د افغانستان بانک په اداره کې یې دنده تر لاسه کړه
په ۱۳۴۹ کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د رسمي استازي په حیث په لوګر ولایت کې د باختر آژانس د عمومي آمر په توګه معرفي شو
د ۱۳۵۸ کال په وروستیو میاشتو کې د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای شو او د افغانستان د اسلامي جمعیت تر قیادت لاندې د حضرت ابوبکر صدیق (رض) جبهې د آمر په توګه او د غه راز د پکتیا کوتل قرارګاه د مسول په توګه یې په ښه ډول خپله دنده مخ ته یوړه
په ۱۳۸۰ ه ل کال کې یې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لومړني رییس په توګه دنده پیل کړه چې په دې برخه کې یې ډير د پام وړ لاسته راونې تر لاسه کړې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په لوري یې د شاعرانو او ادب مینه والو پاملرنه را جلب کړه
نوموړی په ۱۳۸۸ ه ل کال کې تقاعد شو
خدای بښلی الحاج محمد ظاهرصدیقي لیکوال او شاعر ؤ، په ډيرو فرهنګي او ادبي غونډو کې یې په خورا لیوالتیا برخه اخیسته او د وطن او خاورې په مینه پسولل شوي شعرونه یې ویل
نوموړی له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۶ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې
د لوګر ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست او د لوګر ولایت ټول فرهنګیان، فرهنګپال او ادب او ادبیاتو مینه وال د خدای بښلي محمد ظاهر صدیقي مړینه د ادب، شاعرۍ او لیکوالۍ په برخه کې ستره ضایع ګڼي او نوموړي ته د الله دربار څخه د جنت غوښتنه کوي
په ګور یې نور او یاد دې یې تل ژوندی وي

درنښت
لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست