Home خانه

په لوګر او کابل ښار کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو نغدي مرسته وشوه

په لوګر او کابل ښار کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو نغدي مرسته وشوه

لوگر، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، جمعه، غبرګولی ۳ مه ۱۳۹۸

Logar 2019 400د پیمان خیریه بنسټ په لوګر کې له ۳۷ کونډو، یتیمانو، معیوبینو، معلولینو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه. 
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه، چې ۱۲۸۰۲۰  افغانۍ ارزښت لري.
د خوراکي توکو په مرسته ۳۷ کورنیو ته، په هرې کورنۍ د ۳۴۶۰ افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول.
دغه راز په نغدي مرسته کې ۸ کورنیو ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.

زمونږ د عزیزی بانک شمیری دادی: 001701101098852 افغانی حساب او یا 001701201098745 دالری حساب.

ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!