Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې دوو ښوونځیو درسي بهیر وکوت

د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې دوو ښوونځیو درسي بهیر وکوت

پل علم ، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبې، غبرګولي ۲۶ مه

Logar Tadrisi 400د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې مینې سادات د نجونو او هلکانو د دوو لېسو درسي بهیر له نږدې وکوت.
نوموړې نن له غرمې وروسته د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو او د بي بي آمنې د نجونو لېسو ته تللې وه څو د دغو دواړو ښوونځیو درسي بهیر له نږدې وګوري.
هغې په دې لیدنه کې د یادو لېسو زده کوونکي وهڅول، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي او هم یې له زده کوونکو غوښتنه وکړه، چې غیر حاضر ونه کړي او هره ورځ خپلو درسونو ته حاضر شي.
له بل لوري د نوموړو دواړو لېسو مدیرانو، سر ښوونکو او ښوونکو هغه آوازې بې ځایه وبللې، چې ګواکې په مرکز پل علم پورې اړوند ښوونکو درسي اعتصاب کړی.

هغوی زیاته کړه، چې د دوی د ښوونځیو په څېر په مرکز پل علم پورې اړوند ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي.
د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو په لېسه کې ۲۶۹۸ زده کوونکي او د بي بي آمنې د نجونو په لېسه کې ۱۶۲۰ زده کوونکې زده کړې کوي.