Home خانه

په لوګر کې نړیوال هوايي ډګر جوړېږي

په لوګر کې نړیوال هوايي ډګر جوړېږي


Logar Iarport 400د کابل په سویل ۴۰ کیلومټري لوګر کې د یوه لوی نړیوال هوايي ډګر د کارپیلېدو تیاری پیل شوی دی چې د پلان له مخې به پرې اته سوه میلیونه ډالره لګښت وشي. د محمد اغې ولسوالي د دولت کلا په دښته کې دغه نوی جوړېدونکی هوايي ډګر به د ولسمشر محمد اشرف غني د پلرني کلي په شمال لوېدیځه څنډه کې جوړ شي چې پلان یې په لومړي ځل له ننه ۴۴ کاله وړاندې د سردار محمد داود خان په واکمني کې رامخې ته او یوه نیمه لسیزه وړاندې یې پخواني حکومت د جوړولو لپاره لومړنۍ طرحه جوړه کړه چې د۳۰۰ میلیون ډالرو لومړنی لګښت ورته په پام کې ونیول شو چې د یولړ ستونزو لپاره یې عملې کېدل تر اوسه ځنډېدلي دي.

 نوی هوايي ډګر په لوګر کې د عینک د مسو د کان خواته جوړېږي چې په نړۍ کې له لویو کانونو بلل کېږي او چین یې نږدې یوه نیمه لسیزه وړاندې د استخراج تړون کړی. پر دغه کان هم د یولړ ستونزو له کبله کار نه دی پیل چې تمه کېږي شاوخوا لس میلیارډ ډالره پانګونه پکې وشي. د لوګر د دغو دوو لویو پروژو د کار د پیل لپاره ظاهراً د نا امني کیسې ته ګوته نیول شوې چې په دغه سیمه کې یوه مهمه ننګونه بلل کېږي، خو

د نوي هوايي ډګر د جوړېدو د امنیت لپاره د ملي اردو یوه لېوا ځانګړې شوې چې ټول لوګر په خاص ډول د دولت کلا په شاوخوا ۲۰ کیلومټري کې به ځای پر ځای کېږي. د شاوخوا کلیو په سټراټېژیکو سیمو کې د امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کېدلو چاره پیل شوې او د چارواکيو په خبره په امنیتي کمربند کې یې پر ټولې محمد اغې ولسوالي سربېره د لوګر مرکزي سیمې، د بره‌کي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالي شاملې دي. سیمه‌یزو چارواکيو د امنیتي پوستو د جوړېدو لپاره سټراټېژیکې سیمې په نښه کړي او د ملي اردو سرتېري پکې د ځای پر ځای کېدو په حال کې دي.

د کابل د موسهي او چهار اسیاب ولسوالي هم په امنیتي پلان کې شاملې بلل کېږي او لوګر ته پر ټول غزېدلي سړک د امنیت ښه کېدو پلان په عملې کېدو دی. دغلته څېرمه زرغون ښار، دهنو، سرخاب، بورګ او د اب پران په نوم کلیو کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې وسله‌وال فعال دي او په وروستیو ۲ میاشتو کې پکې درې ځلې لوی عملیات شوي دي، خو لا هم سیمه له ګواښ سره مخامخ بلل کېږي. په سلګونو سرتېري د هوايي ډګر لپاره په مشخصه شوې سیمه کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې دي. له دوی سره په څنګ کې د عینک د کان لپاره روزل شوی ځواک هم له کلونو راهیسې د سیمې د امنیت لپاره پروت دی.

د اوس لپاره د دولت کلا په سیمه کې د پروژې د پیل ترتیبات په بشپړېدو دي او په لوګر کې چارواکي وايي چې د هوايي ډګر دچارود عملې کېدو لپاره د ځمکې ستونزه هم حل شوې او داسې تمه کېږي چې ولسمشر غني به ډېر ژر دد دغې لویې پروژې کار پیل کړي. پر برېښنا سربېره له کابله تر لوګره غزېدلي دویم سړک باندې هم کار په بشپړېدو دی او د کابل په سویل ختیځه برخه کلاچه او ولایتي سیمو کې د څلور لینه لوی عصري سړک چارې هم پیل شوې چې په لوګر کې جوړېدونکي هوايي ډګر ته د تګ را تګ لپاره مهم بلل کېږي.

دغه هوايي ډګر او ورسره په څنګ کې د مسو کان به لوګر د افغانستان په تر ټولو مهم اقتصادي او سیاسي مرکز بدل کړي چې فکر کېږي په راتلونکې یوه لسیزه کې به د پلازمېنې د ملا د تېر بڼه غوره کړي. سره له دې چې د نوي هوايي ډګر جوړېدل به یوه لسیزه وخت واخلي، خو ښکاري چې راتلونکی کابل دغې خواته د پراخېدو په حال کې دی. ټول افغانستان خو په تېره بيا د لوګر خلکو ته د کاروبار او اقتصاد له اړخه د نوي هوايي ډګر جوړېدل فوق العاده مهمه پروژه بلل کېږي چې کېدای شي د تل لپاره د سیمې د خلکو ټول ژوند ورسره له بنسټه بدل شي.

د هوايي ډګر او د عینک د مسو د کان په څېر د لويو پروژو په خوا کې د حکومت د اورګاډي د پروژې د پخواني پلان پر اساس به د افغانستان د رېل تر ټولو لوی مرکز په لوګر کې جوړ شي چې د افغانستان د سویل او لوېدیځ رېل کرښه به د ختیځ او شمال له کرښو سره د محمد اغې او موسهي ولسوالیو په څنډو کې ونښلي او د پلازمینې د ټرانزيټ په مرکز به بدل شي. د دغه کوچني ولایت ستوری د افغانستان د اقتصاد په اسمان را ختلی او ښکاري چې په راتلونکو ۲ لسیزو کې به په دغه سیمه کې د میلیارډونو ډالرو په لګښت سره هر څه نوې بڼه غوره کړي. په سیمه کې خلک خوښ دي او هیله یې دا ده چې حکومت به له لسیزو وروسته د دغه ډول پروژو په عملې کولو لاس پورې کړي.