لوګر کې یو ځانمرګی بریدگر موخه ته تر رسېدو دمخه نیول شوی
سلواغه ــ ۲۱ ــ یکشنبه
تېره شپه خوا او شا يوولس بجې د لوګر ملي پولیسو د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د تنګي واغجان په سیمه کې یو ځانمرګی برید ګر چې په یو کرولا ډوله موټر کې یې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو موخه ته تر رسېدو دمخه نیولی دی.
د لوګر د امنیه قوماندان محمد ابدالي په خبره چې ددغه بریدګر موخه د کابل ــ لوګر پر لویه لاره نظامي او ملکي کاروانونه وو چې له نېکمرغه موخې ته تر رسېدو دمخه یې افغان پولیسو مخه ونیوله.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا ۸۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي وو.