Home خانه

مقاله څنګه وليکو؟

مقاله څنګه وليکو؟

Shir Mohammad Stanekzai 200ليكنه يا مقاله د بشر د ژوندانه په بېلابېلو اړخو نو ليكل كېږي، لكه: سياسي، بشري، اقتصادي، ادبي ... ليكنه معمولاً پر هغو مسئلو كېږي ،چې د ټولنې په وګړو منفي يا مثتبه اغېزه ولري، لكه خبر او خبر د ليكنې ستره سرچينه ده . مقاله ليکل يوازې ليکوال په دې بسنه ونه کړي، چې ګوندې ديوې مقالې په ليکلو ځان خلکو اوټولنې ته ور وپېژني. که چېرته فکر وشي دغه ډول مقالې د لوستونکو له پامه غورځي او داچې په خپله ليکوال وخت ضايع کوي، دنورو هم يوڅه وخت بې ځايه نيسي او دلوستونکو تنده پرې نه شي ماتېدلى، ځکه دوى هم له زياتو تکراري ليکلو ستړي شوي او موضوع خوند نه ورکوي، خو اصلي موخه دلته ده، چې مقاله ليکل دڅه لپاره او بايد کوم ډول چې دخلکو غوښتنو ته ځواب وويل شي، په هماغه ډول خلکو ته وليکل او په کې د نوښت او تازه والي اثرات نغښتي وي.

 په مقاله کې بايد ديوې ټولنې ټول دردونه، خيالونه او فکرونه په داسې ډول انځور شي، چې لوستونکى يې تر پايه ولولي، يانې ليكوال بايد داسې مهارت وكاروي ، چې څنګه لوستونكى له ځانه سره ساتلى او تر پايه خپله ليكنه پرې لوستلى شي. په ليكنه كې بايد ستونزې را برسېره او د حل لپاره يې معقولې لارښوونې شوې وي. ليكوال بايد د ولس په ژبه په داسې تورو او كلماتو ليكنه وكړي ، چې نه ډېره ساده وي او نه هم داسې سخته،چې لوستونكي پرې په سختۍ پوهېدى شي،يانې لوستونكى د داسې جملو او لغاتونو په كارولو سره حيران او بلې خوا ته يونه سي. ليکوال بايد له حده زيات کوښښ وکړي، چې د مقالې پيغام په اسانۍ او روښانه توګه لوستونكو ته ورسوي، عام فهمه وي، ستونزوته په اشارو  دحل لارې په  وړو جملو کې څرګندې کړي او په ټاکلې موضوع وڅرخي. البته  ليكوال د ليکلو اصول ؛ چې مقدمه،  دموضوع څرګندونه او پايله ده ضرور دا ارزښتونه په پام كې ونيسي . يانې يوه ليكنه بايد عنوان يا نوم،پيلامه يا مقدمه،بدنه او پايله ولري ،په پايله كې وړانديزنه او د حل لارې په ګوته شوي وي .

مقاله ليکوونکي چې کوم موضوع ځان لپاره ټاکي او په هغه مقاله كې يې را نغاړي په لومړي سرکې بايد په بشپړه  ډول ورباندې حاکميت ولري .

نو په پايى کې داوايو چې ليکنه دځان لپاره نه، بلکې د ولس لپاره ده، نو اړينه ده، چې  ليکنې؛  دليکوالۍ  په مطابقت او دليکوال دښه اومناسب فن  اوتفکر  لاندې وليکل شي اوپايله يې د ولس په ژوند مثبت اثرات ولري .      

شیرمحمد امیني ستانکزی