Home خانه

موږ دهغه څه په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟

موږ دهغه څه په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟

sher20m 20stanekzai 200افغانان څه دپاسه څلویښت کاله دهغه څه په لټه کې دي، چې ترنن ورځې دموندلودرک يې پیدانه کړل، ځانونه يي ستړي کړل، نارې يې ووهلې او لايې هم وهي، خو نه  يې چا غږ واوریده اونه څوک شته چې ددې مظلوم ملت په غم کې واوسي .
افغان  غیرتي ولس او میشت قومونه په دې ۴۰ کالونو کې  په دغه  اور، چې  دوی  يې تل ربړولي او ځورولي  دي، ددې لامل  پیدا نشو کړای، چې څنګه له دغو بدمرغیو نه دخلاصون لاره پیداکړي؛ څو  افغان ځوریدلي ولس ته خوشحالي ورپه برخه او یوبل سره په خلاصه غیږه او دورورګلوي په فضاکې ژوند وکړي .
 دلته دسولې اوجګړې له هغو دوو متضادو کلموڅخه یادونه کوو، چې افغان ولس ددغو دو کلیمو سره دومره زیاته آشنايي لري، چې  هره ګړۍ  پخپله اویا دنورو خلکو له خولې  اورو.

 په لومړي کې جګړه یاده ؤ، بیا دسولې نارې  وهو، ښه وینو چې  ولس د تباهۍ  په لور روان دی، څوک نشته چې ددوی  غمخورې شي، څودوی ته دحل لارې او چارې ولټوي او نیکمرغه ژوند د افغانانوپه برخه کړي .

له بدمرغه  چې افغانان په څولسیزو جګړو او ناامنیو کې ښکیل دي او دا د هغو غلیمانو او دهیواد دخاورې تباه کوونکودښمنانو دسیسې او زموږ د وطن  دویجاړونکو طراحانو او ډیزاینرانو پلانونه دي، چې  تر نن ورځې  په دغه اور کې کړیږو.

نن ورځ ټول افغانان  دجنګ پرضد نارې وهي، وايې چې ورک دې شي جنګونه، مړه  دوي جنګونه اوداسې ورته نورشعارونه ورکوي او دسولې او امنیت غوښتنه له حکومتي چارواکوڅخه کوي .

 خو د دولت سره هم داسې لازم تدابیر نشته،چې سوله  دې په هیوادکې ډاډمنه کړي او یا هغه هیوادونه چې په افغانستان کې دجنګ او جګړو لاس لري، غاښ ماتونکی ځواب ورکړي اویا داچې ددوی دلاس وهنو او دتپل شوې جګړې  مخه ډب کړي .

خو یواځې دولت د سولې په راوستو او ټینګولو کې اړ  ونه بولو؛ دلته ولس هم باید دولت سره پوره همکار پاتي شي او په ګډه وکولای شي،څو د هیواد ملي ګټې خوندي او ولسونولپاره د هوساینې نیکمرغه  ژوند ورپه نصیب کړي .

اوس مهال افغانان دسولې کیلۍ پسې  لالهانده ګرځي، ولې دسولې کيلۍ له حکومت څخه ورکه او په لټه کې يې دواړه هم ولس او هم حکومت لالهانده  دي !؟

دافغان ملت  واویلاوې  دسولې په راوستو کې به کوم هیواد واوري او ټټر ورته وډبوي. نن  به دافغانانود مات شوي لاس؛لاسنیوی څوک وکړي، ددریمګړي  په صفت  دافغانستان په اوسني حالاتو د راز پرده  پورته او حقیقت ووايي .

 دهغوهیوادونو مخنیوی وکړي، چې نن ورځ  دافغانستان په ویجاړولو کې لوی لاس لري اودسولې په لاره کې يې سترخنډونه رامنځته کړي دي اوکوي يې. 

نه؛ هیڅکله  به داسې هیواد نه  وي، چې دافغان مظلوم ولس غږ  ته لبیک ووايي او په غم کې  سره غمرازي ښکاره کړي. ددې لپاره باید افغان میړنی ملت په خپلوکې سره کیني، دقدرت دلاسته راوړو په فکرکې نه؛ بلکې  دیو واحدافغانستان په فکر کې وواسي .

نوڅنګه  کولای شوددغوبدبختیو چې پرموږ  له بهره پلان شوي، دخلاصون لار ومومو او خپلو اهدافو ته، چې دسولې نارې وهو اود سولې کيلۍ پیداکړو؟  او افغانانوکې یو داسې یووالي رامنځته شي، چې نور بهرني او ګاونډي هیوادونه  پر موږ لوړې چوړې ونکړي اویوبل موسره په خپلو کې بیل نکړي . 

دې موخو ته درسیدو لپاره دهیواد دټولو میشته قومونود یوموټي کیدوپلان  دبین الافغاني جرګې له لارې ترسره کیدای شي، چې دهیواد دټولو قومونواستازي په کې ګډون ولري او په یوګردي میزراټول او دبهرنیو هیوادونود دسیسواو پلانونو دشنډولو لپاره دوسلوالو ډلو استازې هم ګډون ولري او دیوملي پرېکړې  له مخې  خپل هدف ته ځانونه چې په هیواد کې ډاډمنه سوله ده ورسوي . 

نوبیاهغه وخت  افغانان  دنیکمرغه او ډاډمن افغانستان څښتنان کیږي، چې کلونه ـ کلونه يې دسولې په لاره کې سترې مبارزې کړي  دي .  

په هیوادکې دتل پاتې او ډاډمنې سولې په هیله!

شیرمحمد امیني ستانکزی